بلخ کې د چاودنې له امله ٧ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
د د بلخ ولسوالۍ د علم خيلو په سيمه کې د پوليسو پر هاموې موټر شوې وه، چې پنځه پوليس شهيدان او دوه ژوبل شوي دي.
د بيروت په چاودنو کې زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د لبنان دولتي مسوولينو ويلي چې تر اوسه تر سلو زيات کسان مړه او تر ٤ زرو ډير ټپيان شوي چې په مړو او ټپيانو کې مهم کسان هم شامل دي.
کومانډو ځواکونو کونړ ولايت کې دداعش ډلې مهم غړى نيولى
د کومانډو قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوي کس د ترهګریزو کړونو په موخه "د افغانستان ولایتونو ته د بهرنیو ترهګرو او د هغوی د کورنیو غړو"د لیږد مسوولیت
څلويښتو هيوادونو د لويې مشورتي جرګې له جوړيدو ملاتړ وکړ.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې دوي پرون په کابل کې د افغانستان په کوربه ديوه کنفرانس پر مهال د افغانانو په مشرۍ له سولې پروسې هم ملاتړ وکړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ د لبنان مرکز بیروت کې د پرونۍ چاودنې په اړه خواشیني ښودلې ده.
ارګ هیله کړي، چې د لبنان حکومت او خلک د چاودنې له امله رامنځته شوی حالت مدیریت کړي او په بریالي توګه ورڅخه ووزي.
العربيه هوايي شرکت کابل ته الوتنې پيلوي
په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت وايي چې دغه هوايي شرکت به له ابوظهبۍ څخه کابل ته الوتنې کوي، دغه راز د اماراتو حکومت کام اير ته هم د الوتنو اجازه ورکړې ده.
د چابهار بندر چارواکو د افغانستان له خصوصي سکتور سره هوکړه لاسلیک کړې
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د چابهار بندر ایراني چارواکو افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې د سوداګرۍ د اسانتیا او امکاناتو په برابرولو کې به هر اړخیزه همکاري ورسره کوي.
طالبانو د بغلان د ولايتي شورا دپخواني غړي ١٢ کسان وژلي
د بغلان ځايي چارواکي وايي چې محبوب الله غفاري له بغلان ولایت څخه مزار شریف ته پر لاره وو چې د بغلان- سمنګان پر لویه لار چشمه شیر سیمه کې د وسله والو له کمین سره مخ شوي .
هرات کې ۲۰ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې ۲۰ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو، وسله والو غلاو، د لېږدوونکو وسایطو غلا، د غیرقانوني وسلو لېږدونې، په تړاو نیولي دي.
بشري حقونو کمیسیون: د اختر ورځو نا امنيو کې ١٥٤ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون موندنې ښيي چې د عرفې د ورځې په ګډون د اختر په ورځو کې د ناامنۍ ۷ پیښې ترسره شوي دي چې ۱۵۴ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد کمیسیون د راپور له مخې؛ په یادو ورځو کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۲۲ نور ټپیان شوي دي.
ننګرهار کې د داعش د ښاري شبکې غړی ونيول شو
د ننګرهار ولايت ځايي چارواکي وايي، د ملي امنيت مسئولينو له لوري د شاهد الله په نوم د داعش د ښاري شبکې غړی د سره رود ولسوالۍ شيخ مصري ښارګوټي کې نيول شوى دى.